د ژوند خواږه ملګري

د ژوند خواږه ملګري Wholesale Bakery

په ۱۹۵۰م کال کي د هارورډ پوهنتون یوه عجیبه تجربه ترسره کړه.هغوی یو شمېر موږکان په نیمه ډک ګلاس اوبو کي واچول. موږکانو هڅ...
13/07/2025

په ۱۹۵۰م کال کي د هارورډ پوهنتون یوه عجیبه تجربه ترسره کړه.
هغوی یو شمېر موږکان په نیمه ډک ګلاس اوبو کي واچول. موږکانو هڅه کوله چي له ډوبېدو ځان وژغوري، نو یې لاسونه او پښې وهلې.
کله به چي کوم موږک ناهیلی کېدئ او ډوبېدو ته چمتو کېدئ، محققینو به هغه له اوبو را ایستئ.

د دوی د ژوند د ژغورني لومړۍ هڅه څومره موده روانه وه؟
– یوازي ۱۵ دقیقې.
وروسته له دې چي ټول ناهیلي سوه، او موږکان چمتو سول چي ځانونه پرېږدي.

خو تجربه دلته پای ته ونه رسېده.
هغوی موږکانو ته لږه دمه ورکړه، او بیا یې بېرته په هماغه ګلاس کي واچول.

دا ځل څه وسول؟
موږکانو یو ځل بیا د ژوندي پاته کېدو لپاره هڅي پیل کړې.
خو دا ځل د دوی دا هڅي تر ۶۰ ساعتونو پوري دوام وکړ – یعني تر دوو شپو او ورځو ډېر وخت!

دا هماغه موږکان ول، چي مخکي یې یوازي ۱۵ دقیقې مقاومت کړی و.
دا ځل ولي دومره اوږد؟
ځکه به دوی کي دا هیله پیدا سوې وه!
هغوی دا باور درلود چي "که زه دا ځل هم زغم وکړم، ښايي یو څوک مي بیا وژغوري."

نو هیله څه ده؟
هیله یوه له منطق او دلیله پورته ځواک دی.
هغه ځواک چي انسان ته دومره طاقت ورکوي، چي عقل، فلسفه، او علم ټول یې پر وړاندي تسلیم سي.

هیله ستاسو ښکلي خوبونه دي،
هغوی د ناهیلیو په تیارو کي مه ورکوئ!
که ژوند سخت سي – هیله مو له لاسه مه ورکوئ، ځکه چي هیله هغه څراغ دی، چي توره شپه روښانه کولای سي.

#شُبیر #ژباړه
#ارواپوهنه #فلسفه

Address

Shahre Now 3street
Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د ژوند خواږه ملګري posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share