12/04/2024
فضا ته دَ انسان د پورته کېدلو د نړيوالې ورځې په مناسبت نن، يوناما په يو پيغام کي ويلي دي چي پښتو د نړۍ څلورمه ژبه ده چې په فضاکې پرې خبرې شوي دي او دا وياړ افغان ستور مزلي عبدالاحد مومند په ۱۹٨٨ ميلادي کال کې ګټلی دی.
مومند لومړنی افغان و چې له فضا څخه يې په خپله مورنۍ ژبه (پښتو) له خپلی مور سره خبرې وکړې او تر دې مهاله پښتو په فضا کې د نړۍ څلورمه ژبه ده.